‏لوړو زده‌کړو وزارت: د ‎کابل پوهنتون لیلیه کې د ښځینه محصلینو مسمومیت حقیقت نه لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۱ل)

‏د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د ‎کابل پوهنتون لیلیه کې د ښځینه محصلینو مسمومیت حقیقت نه لري.

د لوړو زده کړو وزارت وياند احمد تقي وايي، په ځېنو مغرضو رسنیو کې د کابل پوهنتون په لیلیه کې د ښځينه محصلینو د مسمومېدو راپورونه نشر شوي چې حقیقت نلري.

احمد تقي ویلي، لیلیه کې ۱۵۰۰ ښځینه محصلینې اوسیږي چې په خوړو کې د بې احتیاطۍ له امله ۵۰ محصلینې ته ناروغې شوې وې.

نوموړی زياتوي، د پوهنتون ادارې له لوري د يادو محصلينو پر وخت درملنه شوې او اوسمهال يې روغتيايي وضعيت ښه دی.

‏د عامې روغتیا وزارت له لوري هم په شویو معایناتو کې د مسمومیت هېڅ نښه نه ده لیدل شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button