عباس ستانکزی: د افغانستان او پاکستان تاریخي اړیکې په غلط فهمۍ نه شي خرابېدلی

کابل ټکی کام (جمعه ۲۲ تله، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر “شېر محمد عباس ستانکزي” په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر “اسد عباس” سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې تاریخي بللي او په خبره یې د غه دوستانه او تاریخي اړیکې په غلط فهمۍ نه شي خرابېدلی

ستانکزی په دغه لیدنه کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر ته ویلي چې، کله نا کله پاکستاني چارواکي د افغانستان په اړه داسې څرګندونې کوي، چې د خواشينۍ لامل شي، چې دواړه لوري بايد ورته جدي پاملرنه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر “اسد عباس” د بهرنیو چارو مرستیال وزیر “شیر محمد عباس ستانکزي” سره کتلي. او په یو شمېر مهمو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د خبر پاڼې له مخې د دې لیدنې پر مهال د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په پيل کې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او له پاکستان يې مننه وکړه چې له څلورو لسيزو راهیسې د ميليونونو افغانانو کوربه توب کوي.

د پاکستان شارژدافیر ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره ډېر ګډ ارزښتونه او نه شلېدونکې تاریخې اړیکې لري او د دواړو لوریو ترمنځ ستونزې د غلط فهمۍ له امله وي.

ده همداراز ویلي پاکستان د نورو په پرتله افغانانو ته په تجارتي او ورته نورو برخو کې ځانګړې اسانتیاوې برابر کړي او په دې موخه د تورخم لاره ۲۴ ساعته د سوداګريزې راکړې ورکړې پر مخ پرانیستې ده.

د پاکستان سفارت شارژدافیر د افغانستان او پاکستان تر منځ د شته ستونزو د حل ژمنه کړې او د دواړو هېوادونو اړيکې رغول يې د خپل سفارت مسئولیت وباله.

مربوطه مطالب

Back to top button