د اوکراین جګړه؛ روسیې یوځل بیا پر پلازمېنه کېیف هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ تله، ۱۴۰۱ل)

له اوکراین وروستي راپورونه وایي چې روسیې یوځل بیا د پلازمینې کېیف په ګډون د اوکراین په ګڼو لویو ښارونو هوایي او توغندیز بریدونه کړي دي.

اوکرایني رسنۍ وایي، چې په دغو بریدونو کې تر ډیره ملکي سیمې په نښه شوي دي؛ خو د روسیې دفاع وزارت بیا دا تورونه ردوي او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي، چې پلازمېنه کېیف او د یاد هیواد په دویم لوی ښار خارکېیف کې یې د اوکراین اړوند پوځي تأسیسات په نښه او له منځه وړي دي.

روسیې تر هغه وروسته په اوکراین هوایي او توغندیزو بریدونه زیات کړل، چې د روسیې او او کریمیا ترمنځ د یواځینی پول یوه برخه په موټر بم برید کې ویجاړه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې دوه ورځې وړاندې هم په اوکرایین ځپونکي توغندویي بریدونه کړي و چې یواځې ۸۰ توغندیي یې پر پلازمینه کېیف ویشتلي و چې له امله یې سلګونه کسان مړه او ټپیان شول.

باید وویل شي چې اوکرایین په رسمي توګه پر یاد پول د موټر بم برید مسؤلیت نه دی اخیستی؛ خو د روسیې ولسمشر یې پړه په اوکرایین اچولې او خبرداری یې ورکړی چې غچ به یې اخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button