ترکيه کې د اسلامي نړۍ د علماوو غونډه؛ افغان پلاوي ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ تله، ۱۴۰۱ل)

په ترکیه کې د (اسلامي نړۍ د علماوو مسؤلیت) تر عنوان لاندې د اتحاد العلماء العالمي له لوري جوړېدونکې غونډې ته له افغانستان څخه د اسلامي امارت ویاند “ذبیح الله مجاهد”، د بهرنیو چارو وزارت د لومړي ریاست رییس “مفتي محمد اکبر عظیمي” او د بهرنیو چارو وزارت اړوند د یو بل ریاست رییس “ولي الله شاهین” هم ور بلل شوي دي.

باید وویل شي چې دغه غونډه به سبا شنبه د اکتوبر په ۱۵ مه د ترکیې په وخت ۹ بجې شروع کیږي او د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” به هم ورته وینا کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button