ذبیح الله مجاهد: امریکا افغانستان کې د خپلو اهدافو لپاره د نورو پلمو په لټه کې ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان اسلامي امارت وايي، د امریکا لخوا د ښځو د زده کړو د ځنډ په پلمه د “اسلامي امارت” پر ځینو مشرانو د سفرونو د بنديز اعلان د افغانستان له ملت سره د خواخوږۍ له مخې، نه بلکې امریکا په افغانستان کې د خپلو اهدافو لپاره د نورو پلمو په لټه کې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې مخکې د نجونو د نړيوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ، چې د افغانستان د سرپرست حکومت هغه مشران او مسوولین چې د نجونو د ښوونځيو په تړلو کې لاس لري، پرې د ويزو او سفرونو محدوديتونه لكوي.

د اسلامي امارات په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې: افغانستان یو خپلواک او مستقل هېواد دی او د افغانستان اسلامي امارت مستقل، د خپلې ارادې خاوند او خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو ته ژمن نظام دی. مجاهد ويلي، لکه څنګه چې د افغانستان اسلامي امارت د بل هېڅ کوم هېواد په داخلي موضوعاتو کې مداخله نه کوي، له نورو ټولو هيوادونو څخه ورته تعامل خپل حق بولي او ورنه غوښتنه يې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button