امریکا اوکراین ته د ۷۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت نورې وسلې ورکوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۱ل)

د امریکا متحدو ایالتونو اوکراين ته د ۷۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د نورې وسلې د ورکولو اعلان وکړ.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت او دفاع وزارت پرون وويل، چې د پوځي مرستې په دې کڅوړه کې د هایمرس ګرځنده توغندیو سیسټمونه، مهمات، زغره وال ګاډي او طبي تجهیزات هم شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ويلي، چې متحده ایالات د اوکراین د خلکو سره ولاړ دي او د اوکراين جګړه يې د خپلواکۍ جګړه بللې ده.

بلېنکن زياته کړې، د جوبایډن د ولسمشرۍ له پیل راهیسې له اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستو کچه له ۱۸،۳ میلیاردو ډالرو څخه زیاته ده.

مربوطه مطالب

Back to top button