ترکيه کې د چاودنې له امله ۴۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، په ترکيه کې د يوې چاودنې له امله څلوېښت تنه وژل شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو اعلان وکړ چې د دغه هېواد په شمال کې د سکرو په یوه کان کې پرون ماښام د چاودنې له امله د وژل شويو شمېر ۴۰ کسانو ته ورسېده.

تر دې مخکې په ياده چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ ښودل شوی وو.

چارواکي وايي، د سرې میاشتې او د ترکیې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ژغورنې ډلې د پيښې ځاي ته رسېدلي او «په دغه کان کې بند پاتې ۱۵ کسان وژغوري او په کان کې اور لګېدنه لا هم روانه ده.»

دا چاودنه د تورې بحیرې په سواحلو کې د بارتین ولایت په اماسرا سیمه کې د سکرو په يوه کان کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا چاودنه د څه له امله رامنځته شوې خو مسؤولين وايي په اړه يې پلټنې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button