هند: د يوه پول ويجاړېدو پېښه کې ۱۴۱ تنه مړه شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۱ل)

د هندوستان په ګجرات ايالت کې د يوه پول ويجاړېدو پېښه کې ۱۴۱ تنه مړه شوي دي.

دا پول د يوه سيند پر جوړ شوی و چې د چارواکو په وينا د پله پر سر د ماشومانو او میرمنو په ګډون څه باندې ۵ سوه کسان ولاړ و ، یو دم یې مزي وشلیدل او ټول پول سیند ته ولوید.

ځايي رسنۍ ليکي، دا خلک د پله په سر د یو ستر مذهبي جشن د لمانځلو لپاره راټول شوي و.

تر اوسه ۱۷۷ تنه ژغورل شوي او د نورو لټون روان دی، خو چارواکي وايي ممکن د وژل شويو شمېر زيات شي.

ياد پول ۲۳۰ متره اوږدوالی لري چې بريتانيا حکومت په نولسم پيړۍ کې جوړ کړی و او تېره اوونۍ ترميم شوی و.

مربوطه مطالب

Back to top button