روسي پانګوالو په افغانستان کې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۱ل)

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې له یو شمېر روسي پانګوالو سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، چې روسي پانګوالو د ډبرو سکرو سرچینو څخه د برېښنا د تولید د پروژو په.برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

ښاغلي منصور د روسي پانګوالو له لېوالتیا څخه ستاینه کړې او ډاډ يې ورکړی چې اوسمهال په افغانستان کې له هر اړخه د پانګوني لپاره زمینه برابره شوې ده او د پانګوالو سره به د دې وزارت له خوا د اړتیا وړ همکاري ترسره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button