کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، روسیې پر اوکرایین له ۵۰ زيات توغندي توغولي، چې د پلازمېنې کيېف په ګډون یې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مهمې ودانۍ هدف ګرځولي دي.
په دې تازه بریدونو کې يواځې د ۲ کسانو د وژل کېدو راپور ورکول شوی او په ځینو سیمو کې اوبه او برېښنا هم د بریدونو له امله پرې شوې دي.
په شمال ختیځ کې خارکيف کې د برېښنا رسولو ودانۍ په توغندیو ویشتل شوې دي.
دغه توغندي په بېلابېلو ښارونو لګېدلي چې ورسره د لسګونو زره کورنيو برېښنا پرې شوې او ډيری کورنۍ خوندي سيمو ته کډوالۍ ته اړ شوي دي.
په عين وخت کې بيا د اوکرایین پوځ ادعا کړې وايي، له هغو پنځوسو کروز توغندیو چې نن دوشنبه توغول شوي، نژدې ۴۴ یې د دفاعي توغندویو په مرسته غورځولي دي.


















