کابل: د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۱۰۰ تنه ښځنه پوليسې فارغې شوې
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۱ل)
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په کابل کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۱۰۰ تنه ښځينه پوليسې له روزنیزې دورې وروسته فارغې شوې.
ټاکل شوې دغه ښځې د عامه نظم په رياست کې په دندو بوختې شي.
د ا.ا.ا د ویاند ذبیح الله مجاهد په رسمي ټوېټر پاڼه د کابل د پولیسو له روزنیز مرکز څخه د ښځو د فراغت ویډيو او پيغامونه خپاره کړي دي.
د همدغه ښځينه پوليسو له ډلې «زهرا» له هغو ښځينه پوليسو غوښتي چې مخکې يې په پوليسو کې دندې ترسره کولې، څو بيرته د ښځينه پوليسو ليکو ته ور وګرځي او د خپل هېواد او خلکو خدمت وکړي.


















