ح. درانی
هندوستان چې په رسنیو کې د افغانستان تر ټولو نږدې دوست او ملاتړ کوونکی بلل کیږي، د کار پوهانو په اند تل یې د افغانستان له نظامونو سره دوه مخی سیاست کړی دی.
په افغانستان کې تېر نظام چې له هندوستان سره یې تر ټولو نږدې رابطه او همکاري لرله په سقوط سره یې هندوستان په افغانستان کې د خپلو تر ټولو نږدې همکارانو ویزې کنسل کړې.
د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵ مې وروسته هندوستان د افغانانو تر دریو زرو زیاتې ویزې کنسل کړې چې په دې کې د سیاستوالو، ناروغانو، سوداګرو، محصلینو او سیاحت کوونکو ویزې شاملې وې، او تر دې دمه ددغو خلکو سرنوشت نه دی معلوم دی.
هندوستان چې له تېر نظام سره یې نیمګړې او کمزورې دوستي پالـله او په نیمه لاره کې یې پریښود اوس داسې ښکاري چې له نوي افغان حکومت سره یې هم ورته سیاست ته مخه کړی.
اسلامي امارت په مشرۍ افغان سرپرست حکومت چې له هندوستان سره یې په متقابل احترام د ولاړواړیکو د ټینګولو هڅه پیل کړې، له اسلامي امارت مشرانو سره یې بیلابیلې ناستې وکړې مګر له ناستو وروسته برعکس هندوستان په رسنیزو اعلامیو او خبري مجلسونو کې د اسلامي امارت پرخلاف او د دوی د سیاسي مخالفینو پر ګټه تبلیغات او ملاتړ پیل کړی دی.
هندوستان د اسلامي امارت له راتګ وروسته له چابهار بندر څخه هند ته افغان صادرات بند کړي وو.
د سیاسي چارو ځینې کارپوهان د هندوستان له لوري د CPEC په پروژه کې د افغانستان د ګډون مخالفت او د څه وخت لپاره په چابهار بندر له افغانستان څخه د صادراتو بندیدل تر ډیره د سیاسي ملاحظاتو په اساس او د اسلامي امارت پر وړاندې د اقتصادي منابعو د دردیدلو هڅه بولي.
هندوستان چې له کلونو د طالبانو پرخلاف منفي هڅې کوي ، څو کاله وړاندې چې ملا اختر محمد منصور د اسلامي امارت مشر و ټاکل شوی وو د (ټايمز اف انډيا) ورځپاڼې په يوه سياسي تحليل کې دده انتخاب هند ته يو ستر خطر وباله.
دغه ورځپاڼه د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني چې په تېر کې د اسلامي امارت مرستیال و سوابقو ته په اشارې سره لیکي: چې نوموړي په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې په کابل کې د هند د سفارت مخې ته د بمي بريد له امله چې د يوه ديپلومات په ګډون ٥٨ تنه پکې ووژل شول په یوه مشهور شخصیت بدل شو.
شنوونکي له افغانستان سره د هندوستان د پردې تر مخه دا دوستي په نېک فال نه نیسي،
کله چې په ۱۹۹۴م کال کې د طالبانو تحریک پیل شو، بیا چې طالبان تر کابله ورسیدل نو دوی د کشمیر مجاهدینو سره اړیکه پیدا شوه او په دې توګه د هندوستان قهر زیات شو، هندوستان د شمال اتحاد حمایت وکړ او هغوی ته به یې پیسې او وسلې ورکولې، اوس هم د افغان حکومت پرخلاف ورته چاره رهبري کوي، د مقاومت جبهې په ګډون د ډیرو مخالفو مشرانو حمایت او ملاتړ کوي.
اسلامي امارت ویلي دوی غواړي له هند سره خپل روابط ښه کړي، د جمهوریت له سقوط وړاندې یو ځل زلمي خلیلزاد هم هند ته د خپل سفر په مهال له هندي چارواکو وغوښتل چې هندوستان د اسلامي امارت سره خپلې اړیکې ښې کړي، خو هندوستان د افغان دولت په موجودیت کې دې خبرې ته ترجیح ور نه کړه، آن داسې یو فکر هم موجود دی چې هندوستان د خپلو افغاني ملګرو سره یو ځای د قطر د سولې د خبرو د سبوتاژ هڅه کوله.
یادونه: کابل ټکی کام کې هره خپریدونکې مقاله د لیکوال شخصي نظر څرګندوي او د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.


















