کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان بانک وايي، چې افغانستان ته د مرسته کوونکو هیوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن يوځل بيا د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو کڅوړه هم راورسېده.
د افغانستان بانک د نړيوالې ټولنې له مرستو د مننې او قدردانۍ تر څنګ له دوی څخه غوښتي چې له افغانستان سره په نورو برخو کې هم تعامل او همکاري ولري او له دې لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
د بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی پر دې باور دی چې افغانستان ته له هرې اصولي لارې د اسعارو راتګ نیک ګام دی او له نړيوالې ټولنې غواړي چې د بانکي سکتور له لارې خپلې بشري مرستې له افغانستان سره تر سره کړي.


















