د پاکستان لومړی وزیر چین ته تللی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۱ل)

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هیواد لومړی وزیر “شهباز شريف” په دوه ورځنۍ دوره چين ته تللى دى.
پاکستاني رسنۍ وایي، چې نوموړی به د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وګوري.پاکستاني رسنۍ وایي، چې د دواړو هېوادونو مشران به د “سي پیک” د پروژې په ګډون په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.باید وویل شي چې د لومړی وزیر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته دا چین ته د نوموړي لومړی سفر دی او پاکستاني کار
پوهان یې د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړېکو کې مثبت ګام بولي.

مربوطه مطالب

Back to top button