کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۱ل)
د ایران د بشري حقونو اړوندې ادارې خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د لاریونونو له پیل راهیسې د امنیتي ځواکونو په ډزو تر اوسه ۲۸۴ کسان وژل شوي.
سرچینې زیاته کړې چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په ایران کې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د مهسا امیني د وژل کېدو په غبرګون کې لاریونونه پیل شوي.
د یادونې وړ ده چې د ایران حکومت خبر ورکړی چې د حکومت ضد لاریون کوونکو شاوخوا زر کسان د ناامنۍ په تور محکوم کړي دي.
















