پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

رسنۍ او تودې جګړې

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 3, 2022
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
24
ځلې شریک شوی
299
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

ابوالياس جهادوال
د جګړو پر مهال پروپاګنډ مهم رول لري ځکه خو استعماري ځواکونه له انځوريزو، غږيږو او ليکنيزو رسنيو څخه په استفادې له دې لارې خپلې ارادې پر ملتونو باندې تحميلوي او خپل وحشتونه د خلکو له سترګو پټوي.
د رسنيو همدغه پراخ رول ته په کتو انګلستان په لومړي ځل د ۱۹۱۴ کال په اګست کې د جګړو په اړه د پروپاګنډ دفتر بنسټ کیښود او په دې توګه يې دې ته زمينه برابره کړه څو د جګړو په اړه خلکو ته مديريت شوي معلومات وړاندې کړي.
له هغه وروسته د ۱۹۱۶ کال په فبروري کې فرانسې د « میسیون دو له پریس » په نوم مرکز جوړ کړ چې په هغه کې ټول مطبوعاتي او پروپاګنډي چارې تر سره کیدې .
دې ته په کتو امريکا متحده ايالتونو هم د لومړۍ نړيوالې جګړې له پيل يوازې څو ورځې وروسته (۱۹۱۷ کال ) د معلوماتو خپرولو کمیټه جوړه کړه چې اصلي موخه یې پروپاګنډ وو .
همدارنګه د دويمې نړیوالې جګړې پرمهال( ۱۹۳۳ ــــ ۱۹۴۵ کلونه) په المان کې دیوزف ګوبل تر مشری لاندې د « ولسي پوهاوي او پروپاګنډ » په نوم وزارت جوړ شو چې هدف يې د رژیم مخالفو خبریالانو او رسنيزو کارکوونکيو موندل، نیول او د رسنیو سانسور وو .
په کمونیستي رژیمونو کې هم د جګړو په اړه پروپاګنډ خورا مهمه چاره ګڼل کيده او د ولسونو په کنټرول لاندې ساتلو کې د يو مهم اصل په توګه ورته پاملرنه کيده.
که څه هم استعماري ځواکونه د خپلو شومو کړنو د پټولو او د عامه افکارو د کنټرول په موخه تر ډېره رسنۍ تر خپل سانسور لاندې ساتي خو د ویتنام جګړه (۱۹۶۴ ـــ ۱۹۷۵ کلونه) یوازینې جګړه وه چې په اړه يې د رسنيو له‌خوا له سانسور پرته ريپورټونه وړاندې کيدل، ځکه چې امريکا دغې جګړې ته په کمه سترګه کتل او فکر يې کاوو چې په کم وخت او کمو تلفاتو سره به يې وګټي، ځکه خو يې په دې برخه کې د رسنيو سانسور اړين ونه‌ګاڼه. له همدې امله کله چې رسنيو په دغه جګړه کې د امريکايانو له جنايتونو څخه پرده پورته کړه او د زړه بوږنوونکیو انځورونو په خپرولو سره يې عمومي افکار تر اغېز لاندې راوستل، متحده ايالتونه دې ته اړ شول چې خپله ماته ومني او له ياد هېواده پښې سپکې کړي.
د ويتنام جګړې له ماتې وروسته متحده ايالتونه دې ته اړ شول چې د رسنيو په اړه خپلو سياستونو باندې بياکتنه وکړي او د جګړې لومړۍ کرښې ته د خبريالانو د ورتګ مخه ونيسي. هغوی په ۱۹۹۱ کال کې چې کله پر عراق بريد کاوو، د سي ان ان په نوم ټلويزيوني شبکه جوړه کړه او دا د نړۍ په کچه لومړنی ټلويزيوني چينل وو چې په ۲۴ ساعته بڼه يې فعاليت درلود او له مډرنې ټيکنالوژۍ او سټلايټ څخه په استفادې يې له جګړې څخه د خپل سياست مطابق فلټر شوي خبرونه خپرول او نورو رسنيو ته يې د جګړې لومړۍ کرښې ته د تګ اجازه نه ورکوله. امريکايي سرتيرو د يوې استراتيايي رسنۍ انځور اخېستوونکی له دې امله ونيوه او له عراق څخه وشاړه چې د هغوی د يو ټپي سرتيري انځور يې اخيستی وو.
همدا د رسنيو سانسور او د جګړې په اړه پراخ تبليغات وو، چې ويل کېږي بغداد سي ان ان فتحه کړ.
له دې سربېره د کوسوو جګړه کې هم ناټو هره ورځ مطبوعاتي کنفرانسونه دايرول او په هغو کې به يې له‌پخوا څخه چمتو شوي انځورونه په يو مشخص چوکاټ کې د رسنيو په واک کې ورکول.
امريکايي ليکوال ايريک مارګوس د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۲۱ مه پر افغانستان د صليبي يرغل‌ګرو د بريد په اړه يوه مقاله کې وليکل: « واشنګټن غواړي هغه بريا چې په ۱۹۹۱ کال کې يې د خليج په جګړه کې د نظامي عملياتو فلټرشويو او منحصرو خبرونو خپرولو کې درلوده، په افغانستان کې هم تکرار کړي، ځکه چې د دغه کار له امله تر اوسه هم خلک د هغو ملکي عراقيانو په اړه کره معلومات نه‌لري چې د امريکايانو په بمبارۍ کې وژل شوي دي»
همدا لامل وو چې امريکايانو او د هغوی ملګرو هېوادونو د خپل اشغال تر پايه په افغانستان کې د خپلو نظاميانو او ملکي تلفاتو په اړه د چوپتيا او ضد او نقيض معلوماتو ورکولو تګلاره خپله کړې وه او د ميلياردونو ډالرو په لګښت يې په دغه هېواد کې ۳۰ ټيلويزيوني، ۱۵۰ راډيويي او په سل‌هاوو نورو چاپي رسنیو ته د فعاليت زمينه برابره کړه چې تر پايه يې د اشغالګرو د پاليسيو مطابق سانسور شوي ريپورټه وړاندې کول.
د رسنيو د دغه مديريت له امله ده چې تر اوسه يوې رسنۍ هم د داسې کوم امريکايي سرتيري انځور نه‌دی خپور کړی چې د عراق او افغانستان جګړو کې وژل شوی او په وينو لت پت پروت وي يا يې له ويرې ځان‌وژنه کړي وي او لاهم د امريکايي او نورو اشغالګرو سرتيرو د مرګ ژوبلې واقعي شمېرې له خلکو پټې وساتل شوي دي.

لوی ټکي: تودېجګړېجهادوالرسنۍ
مخکینې مطلب

د سترګو زنا څومره عامه شوې ده!

بل مطلب

د تحریک انصاف پر لاریون ډزې؛ د عمران خان په ګډون څو تنه ټپیان شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com