کابل ټکی کام (جمعه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۱ل)
اوکرايني نظاميانو ادعا کړې چې د شوروي اتحاد د افغانستان د جګړې په پرتله يې د روسانو په اوسنۍ جګړه کې زياتې الوتکې نسکورې کړي دي.
دا ادعا د اوکراین د قواوو عمومي قوماندان والري زالوژني کړې ويلي يې دي، چې د سږ کال د فبرورۍ له ۲۴ څخه اوکرایني دفاع کوونکو د روسیې د هغو الوتکو چې د افغانستان په لس کلنه جګړه کې یې بایللې وې، دوه برابره ویشتي او غورځولي دي.
نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې، د افغانستان په لس کلنه جګړه کې د روسیې ۱۱۸ الوتکې نسکورې شوې وې، خو د اوکراین په جګړه کې یې تر اوسه پورې ۲۷۸ الوتکې نسکورې شوي دي.
نوموړي زياته کړې، پر اوکراین د روسیې یرغل هماغسي شرموونکی دی چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل و.
اوکرايني قومندان وايي، چې پر اوکراين د روسيې يرغل به روسيه له تباهۍ سره مخ کړي.


















