کابل ټکی کام(جمعه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، ممکن په راتلونکو څو ورځو کې په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.
د روسیې ټاس خبري اژانس په دې اړه راپور خپور کړی او د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ليکلي، چې مسکو به په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.
راپور زياتوي،دا غونډه چې د روانې میاشتې په نیمايي کې جوړيږي پکې به د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او ازبکستان د استازي ګډون ولري.
کابلوف ويل، د غونډې اصلي محور د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ خبرې دي.
يادې غونډې ته تر اوسه رسما د ا.ا.ا استازو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
خو تر دې مخکې د ا.ا.ا د افغانستان په اړه د جوړيدونکو مثبتو غونډو هرکلی کړی دی.


















