خلک په نرمه پوهول
حامد افغان
روایت_کا عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته یو کوچی ورغی او ورته ویې ویل: د احرام حالت کې مې هوسۍ وویشتله، څه وکړم؟ د عمر خواته عبد الرحمان بن عوف رضي الله عنه ناست و، هغه ته یې وویل ورته ووایه، هغه ورته وویل: د پسه دم درباندې لازم شو، عمر هم ورته وویل: پسه حلال کړه، کوچي وویل: والله امیر. المؤمنین پخپل کار نه پوهیږي، له بل چا فتوی غواړي او زه به خامخا اوښه حلالوم.
عمر رضي الله عنه کوچی ورو غوندې په دره وواهه او ورته ویې ویل: ته په حرم کې قتل کوې او فتوی ته په سپک نظر ګورې؟! عمر رضي الله عنه زیاته کړه: او قرانکریم وایي: چې په دې به ستاسو دوه عادلان حکم کوي (يحكم به ذوا عدل منكم)، نو زه عمر بن الخطاب یم او دا عبد الرحمان بن عوف دی. موخه یې دا ده چې کوچي پوهوي چې زه پوهیږم، بل چا نه فتوی نه غواړم، بلکې مسئله کې زموږ دواړو حکم په کار دی. متعة الحدیث ۱۸۸.


















