
د شیخ عمراني او یوه وزیر کیسه
حامد افغان
قاضي محمد بن إسماعيل العمراني الصنعاني (وفاة2021م)، رحمه الله د یمن وتلی عالم و، یو وخت دی له یوه پلاوي سره د یمن د لوبو او ځوانانو د چارو وزیر لیدني ته ورغی، دا وزیر د لباس باره کې ډېر بې پروا و، کله به یې دومره لنډ پتلون اغوستی و چې عورت به یې هم پوره نه پټول. کله چې علامة العمراني د ده لیدني ته ورغی، دا مهال هم یاد وزیر داسې پتلون اغوستی و چې ځنګنونه یې ورنه وتلي و.
د لیدني پر مهال له روغبړ وروسته د وزیر صاحب یو خادم پاڅیدی، پر مېلمنو یې سپینې پاڼې ووېشلې، چې د خپلې خوښې خوراکي او د څښاک شیانو نومونه په کې ولیکي، شیخ العمراني چې پاڼه ورواخیستله نو خپل لیکل یې په خوله ویل هم پیل کړل: بسم الله … اما بعد، له هر څه مخکې له محترمو وروڼو غواړم چې یوه ټوټه رخت راوړي، څو د وزیر صاحب عورت پرې پټ کړو! په دې سره ناستو مېلمنو او کوربنو ټولو وخندل او وزیر صیب شرمنده حالت کې پاڅیدی چې د سړي غوندې جامې واغوندې. القصص المية، لأحمد شملان.
پایله: هر کوربه باید د مېلمه د طبیعت او ځانګړي مقام درناوی او احترام وکړی، خصوصا دولتي کم رتبه او لوړ رتبه چارواکي باید لا زیات احتیاط وکړي، ځکه د دوی ځینو ته اکثره مراجعین او مېلمانه عادي خلک ښکاري … او د بوختیا له امله یې توجه هم کمه یي.



