حسان مجاهد
کله چې زموږ په پاکه خاوره د نړيوالو ځواکونو لخوا یرغل وشو؛ نو لکه څرنګه چې دافغانستان خاوره اشغال شوه، دا شان دافغانانو فکرونه هم اشغال شو، اوس چې خاوره له اشغاله پاکه شوه، په کار ده چې فکرونه هم پاک او بيا ورغول شي او هغه څه ترې ويستل شي، چې ددښمنانو لخوا پکې شل کاله پيچکاري کېدل.
فوځې جګړه د ځمکني او هوايي وسائلو پر مټ روانه وه، چې هرڅوک پرې ښه پوهيدل، اما دفکرې جګړې وسايل ويب سايټونه، ورځپاڼې، ويډيو، کتابونه او غږيز رپوټونه او تبليغات و او په هغوی محدود کسان پوهېږي چې له جملې يې ليکوالان هم دي. ليکوال په اسانۍ سره کولای شي، په اولسونو کې لوی بدلون رامنځته کړي، يو ليکوال دومره کار کولای شي چې کله يې لکونه پوځ هم نشي کولای، کله وخت د ليکوالانو په مټ يو هيواد په بشپړه توګه فکراً تسخير شې، داسلام مبارک دین تر موږ پورې دليکوالانو په هڅو رارسېدلی ده، ويده ولسونه تل ليکوالانو راويښ کړي دي، که کوم عالم ښه وینا کړې وي نو له وینا څخه یې حاضر خلګ اغيزمن شې او دده له وفات وروسته راتلونکي نسلونه ترې نه وي مستفيد، اما دليکوال اثر تر پيړيو پيړيو پورې دنړۍ په هر ګوټ کې خلګو ته نوی نوی احساس ور بښي. په فکري جګړه کې زموږ مقابل لوری هم له ليکلو زيات کار اخلي، کله يو کتاب په دوه سوه ژبو وژباړي او دنړۍ هر کونج ته يې وليږي، له دې سره د ميډيا له لارې يې داسې ښکاري ليکوالان په کار کړي دي چې په ساده لوحه مسلمانانو يې هره کره ليکنه دمرمۍ په څېر ننوزي، نو مسلمان ليکوالانو ته په کار ده، چې په فکري سنګر کې دښمن ته دليکوالۍ په مټ ماتې ورکړي.
فکري استاد مولوي عبد الهادي مجاهد وايي” د کمونیزم د راتګ مخکې په افغانستان کې تخمیني لحاظ (دوه نیم لکه) کلي وو، که هر کلي کې یو جومات فرض کړو بیا که هر جومات کې پرته له مؤذن او معاون څخه صرف یو تن ملا ونیسو نو مونږ مخکې د کمونیزم څخه (دوه نیم لکه) خطیبان درلودل، اوس آیا دومره شمیر کې عالمانو د کمونیزم په باره کې(دوه نیم لکه) مقالې، رسالې او کتابونه ولیکل؟” که چېري دکمونيزم په خلاف دومره مقالې ليکل شوې وای؛ هيڅکله به دکمونيزم نظريه دهيواد ښارونو او کليو ته دومره په چټکۍ سره نه وغزېدلې. نو اوس ليکوالانو ته لازمه ده چې د ټولو باطلو ادیانو او د کفر د معاصرو ډولونو په اړه کره ليکنې وکړي او ځوان نسل يې له خطره خبردار کړي، ترڅو دبيا ځلې يرغل پر مهال(خدای مکړه) د هيواد مسلمان بچيان دخپل دين او وطن په خلاف ددښمنانو ملتيا ونه کړي.
دجهاد ستر امام شهید ډاکټر عبدالله عزام( تقبله الله تعالی) وايي: ” اسلامي تاريخ په دوو کرښو ليکل کيږي لومړی په توره کرښه چې دعلماوو دقلم کرښې دي دوهمه سره کرښه چې دشهيدانو ويني دي” په سرو کرښو خو بې شميره شهيدانو اسلامي تاريخ زرين کړ، اوس په کار ده چې ليکوالان په تورو کرښو دراتلونکو نسلونو لپاره ښه تاريخ پریږدي. ديو حدیث مضمون ده” دقيامت په ورځ به دعلماوو دقلم رنګ دشهيدانو تر وینو دروند وي” نو محترمو ليکوالانو! دخدمت موقع لا اوس هم په لاس کې لرئ، کار وکړئ او دکار خلګ جوړ کړئ! وفقکم الله تعالی مزيداً


















