کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې د اوکرایین په لر او بر کې جګړو زور اخیستی د یاد هېواد ولسمشر “ولاديمير زلينسکي” ويلي چې روسيه يې د انرژۍ پر تاسيساتو د پراخو بريدونو پلان لري.
ګارډين د زلينسکي د پرون شپې پر ويډيويي وينا په استناد سره ويلي چې د بريدونو کره وخت نه دی مالوم خو ښايي ډير ژر يې د اوبو او انرژۍ ډير نور تاسيسات هم په نښه شي.
له دې سره هممهاله د کيېف ښاروال “ويټالي کليچکو” خلکو ته خبرداری ورکړی چې که د اوکراين په نورو سيمو کې خپلوان لري نو د څه مودې لپاره دې هلته ورتګ ته چمتووالی ونيسي.
نوموړي ويلي چې خلک دې د اوبو او برېښنا پرې کېدل د يوه قوي احتمال په توګه په پام کې ولري او له کيېفه وتلو ته دې چمتو وي.
باید وویل شي چې روسيې له تېرې يوې نيمې اونۍ راهيسې په اوکراين کې پر برېښنا کوټونو او د اوبو رسولو پر شبکو سخت بريدونه پيل کړي چې له کبله يې د پلازمينې کيېف په ډېرو سيمو کې دغه خدمات له ځنډ او خنډونو سره مخ شوي دي.


















