د بشري مرستو په دوام؛ ۸۰ میلیونه ډالره کابل ته رارسیدلي

کابل ټکی کام(سه شنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۱ل)

افغانستان ته د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن او پرون د ۸۰ میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، څلوېښت ميليونه ډالره پرون او څلوېښت ميليونه ډالر نن کابل ته رارسېدلي دي.

د افغانستان بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ څخه هر کلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له دوی غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.

د افغانستان بانک د هېواد پر مالي او بانکي سکتور د څارونکي بنسټ په توګه تل هڅه کړې ده چې له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې غوره اړیکې ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button