کابل ټکی کام(چهارشنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له زیانمنو خلکو سره د اروپایي ټولنې د پنځوس ملیونه ایرو د نوې مرستې خبر ورکړ.
د خوړو نړیوال پروګرام، یا WFP وایي، د یوه کال په تېرېدو سره چې د افغانستان خلک له سختو او بېساري اقتصادي مشکلاتو سره مخ وو او طبعي پېښو لکه زلزلو او سېلابونو یې هم پر دغو ستونزو ور زیات کړي، نور د دې وس نهلري چې د ر اروان یوه بل ژمي لپاره سم تیاری ونیسي.
د خوړو نړیوال پروګرام د اروپایي ټولنې لهخوا د پنځوس ملیون یورو نوې مرسته چې د دې ټولنې د نړیوال مشارکت د ادارې لهخوا ورسره شوې، حیاتي بللې او ویلې یې دي چې په دې مرستې سره به دغه پروګرام وتوانیږي چې له افغان ټولنو سره د معیشت او مقاومت په پیاوړي کېدو کې مرسته وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې بېلابېل پروګرامونه عملي کوي، یو شمېر کسانو ته په بنسټیزو او د رغونې په پروژو کې د کار په بدل کې نغدې پیسې یا خوراکي مواد ورکوي یا هم ورته د مېوو او سبزیجاتو د پروسس یا بازار ته د خپلو محصولاتو د وړاندې کولو په برخو کې حرفوي کورسونه جوړوي.


















