کابل ټکی کام(سه شنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې په دوه ولايتونو کې يې د ۲۸ ویجاړو پُلګوټو د اساسي ترمیم او بیارغونې کار روان کړی دی.
ياد وزارت په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې د ترینکوټ۔دهراود ولسوالۍ پر سړک د 20 پایو پُلګوټو او 50 متره استنادي دیوال د اساسې رغونې او ترمیم پروژې کارونه روان دي.
دغه راز ټولګټو چارو وزارت ويلي، چې د لوګر- ګردیز لویې لارې په بېلابېلو برخو کې د (۸) پایو ویجاړو پُلګوټو د اساسي ترمیم او بیارغونې کار په تېزۍ روان دی.
د يادو پولګوټو پر ترميم او بيا رغونه چې څومره لګښت راځي د ټولګټو چارو وزارت د بوديجې څخه ورکول کېږي.
د یادو پُلګو له اساسي ترمیم سره به د دغې لویې لارې له نور تخریب څخه مخنیوی وشي او د مسافرو د تګ راتګ ستونزې به کمې شي.


















