بهرنيو چارو وزارت: پاکستانی حکومت دې له افغان مهاجرو سره د پولیسو د ناوړه چلند مخه ونيسي

کابل ټکی کام(پنجشنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۱ل)
په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره د پولیسو د ناسم چلند په اړه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښودلی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندلي او له پاکستاني حکومت څخه يې په کلکه د مخنیوي او بیا نه تکرار غوښتنه کړې ده.
له تېرې څه مودې راهيسې، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو، افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ایالت کې؛ افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کیږي.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې افغان مهاجر په پاکستان کې غير سياسي ژوند لري او د کوربه هېواد اقتصاد ته يې هم ګټه رسېږي زياتوي د ستونزو د حل لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په پاکستان کي افغان سفارت او قونسلګریو په پرلپسې توګه هڅه وکړه خو له بده مرغه د غوښتنو سره سره دا ستونزه حل نشوه.
بهرنیو چارو وزارت وايي، تل يې د دیپلوماتیکو لارو د پاکستان په چارواکو غږ کړی چې د افغان مهاجرینو د حقونو درناوي ته ژمن پاتي شي، هلته له تلونکو او میشتو افغانانو سره د ناوړه چلند څخه پولیس منع کړي او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو ښه کوربهتوب وکړي.


