چريټي اکشن بنسټ: بريټانوي پوځيانو افغانستان کې ۶۴ ماشومان وژلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۱ل)
بريټانوي پوځيانو په افغانستان کې د خپلو عملياتو پر مهال لږ تر لږه ۶۴ ماشومان وژلي چې وروسته يې کورنيو ته تاوان ورکړل شوی دی.
که څه هم د بريټانيا د دفاع وزارت تر دې وړاندې د ورته پېښو شمېر يوازې ۱۶ ښودلی و خو تازه ارقام بيا د چريټي اکشن په نوم يوه څېړنیز بنسټ ترلاسه کړي او خپاره کړي دي.
په دې تړاو خپرو شويو راپورونو کې راغلي چې بريټانوي پوځيانو له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۴ م کلونو پورې په هلمند کې د عملياتو پر مهال لږ تر لږه ۶۴ ماشومان وژلي چې نږدې نيمايي هغو یې له لسو کلونو لږ عمرونه درلودل
یاد بنسټ وایي چې د وژل شويو ماشومانو کورنيو ته په منځني ډول ۱۶۰۰ پونډه تاوان ورکړل شوی دی.
دې ادارې د بريټانيا پر دفاع وزارت نيوکه کړې چې د دغو ارقامو په خپرولو کې يې ځنډ او ناغېړي کړې ده.


