برېښنا شرکت: د ۱۸ ولایتونو برېښنا بېرته په نورمال ډول فعاله شوه

کابل ټکی کام (جمعه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، چې د ۱۸ ولایتونو برېښنا بېرته په نورمال ډول فعاله شوه.
سرچينې زياته کړې، د ازبکستان وارداتي برېښنا دویم شرکت تېره شپه ( د لیندۍ ۴) نیټه شاوخواه ١٢:٠٠ بجې د ګاونډي هېواد (ازبکستان) خاوره کې د عوارضو له رفع کولو څخه وروسته چالان شو، چې د نوموړي شرکت په نښلولو سره د قرارداد سره سم د وارداتي برېښنا بهیر بېرته عادي حالت ته راوګرځیده.
د ازبکستان وارداتي برېښنا د دویم سرکت په نښلولو سره د کابل په شمول د اړوندو ١٨ ولايتونو برېښنا سيسټم بيرته نورمال شو.
د يادونې ده، چې شاوخوا يوه مياشت نه زيات وخت وشو چې د ازبکستان بريښنا کې مشکلات پيدا شوي و او د يو شمېر ولايتونو برېښنا له پارچاوۍ سره مخ وه.



