اسلامي امارت: ‏د جزا قانون د تطبيق په اړه د ملګرو ملتونو څرګندونې د اسلام دين بې احترامي او د نړيوالو اصولو مخالفت دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د جزا قانون د تطبيق په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ څرګندونې د اسلام دين بې احترامي او د نړيوالو اصولو خلاف بللي دي.

په لوګر ولایت کې ۱۴ کسانو ته د خلکو پر وړاندې د درو د وهلو د جزا له ورکولو وروسته د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر وياندې روينا شمداساني پرون په ژنیو کې په يوه خبري کنفرانس دا کار بوږنوونکی بللی او له طالبانو یې غوښتي، چې دا ډول اقدامات سمدستي بند کړي:«بدني جزا یو ظالمانه او غیرانساني عمل او انساني کرامت ته سپکاوی بلل کېږي. افغانستان له انسانانو سره د ناوړه چلند او د بدني جزا نړیوال کنوانسیونونه لاسلیک کړي دي.»

خو ذبيح الله مجاهد وايي، د افغانستان اسلامي امارت د اسلام مبارک دين د جزا قانون د تطبيق په اړه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالي کمېشنرۍ د وياندې او د نورو غربي هيوادونو نمائندګانو څرګندونې چې د دُرو وهلو مجازات يې په کې غير انساني، ظالمانه او توهينوونکي بللي، د اسلام مبارک دين  بې احترامي او د نړيوالو اصولو مخالفت بولي.

مجاهد زياتوي، هيوادونه او سازمانونه بايد اجازه ور نه کړي چې د دوی له ادرس څخه مغرض اشخاص د اسلام مبارک دين يا احکامو په اړه غيرمسؤولانه او پاروونکې څرګندونې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button