کابل ټکی کام (يکشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې يو ۵۰ بستریز روغتون پرانېستل شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د پلان او پالیسۍ معین، دوکتور محمد حسن غیاثي او ورسره مل ټیم بلخ ته د سفر په ترڅ کې د دهدادي ولسوالۍ ۵۰ بستریز روغتون پرانیسته ترسره کړه.
روغتيا وزارت وايي، ياد روغتون په مجهزو عصري روغتیايي تجهیزاتو سمبال دی، چې د ولسونو لپاره به اغېزمن روغتيايي خدمات وړاندې کړي.