کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ لیندي، ۱۴۰۱ل)
د اسلامی امارت ویاند “ذبیح الله مجاهد” په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید کوونکی د نیولو خبر ورکړی.
نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې یاد کس په داعش ډلې پورې تړلی او د یو بهرنی هېواد اوسېدونکی دی.
مجاهد زیاته کړې، په څېړنو کې څرګنده شوې ،چې د برید تر شاه ځینې بهرنۍ کړۍ لاس لري او هدف یې د دوو هېوادونو تر منځ د بې باورۍ رامنځته کول وو.
د یادونې وړ ده چې د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان په سفارت برید وشو، چې مسئولیت یې داعش ډلې په غاړه واخیست.
اسلامي امارت ډاډ څرګندوي چې په ټول وس به په هېواد کې د ډیپلوماټیکو ځاینو او سفارتونه ساتنه کوي.


















