کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
د ملي دفاع وزير “ملا محمد یعقوب مجاهد” پرون ماښام د ابوظبۍ په «الشاطي» شاهي ماڼۍ کې د عربي اماراتو د دولت له رییس “شیخ محمد بن زاید آل نهیان” سره کتلي.
په دې کتنه کې د افغانستان او عربي متحده اماراتو د چارواکو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او یو شمېر نورو مهمو مسایلو خبرې شوې دي.


















