کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د ا.ا زعیم د ځینو مسایلو په اړه د اوو ولايتونو د علماوو شوراګانو له مشرانو سره مشورتي ناسته کې ویلي، چې دغو شوراګانو د ولس ډېرې ستونزې حل کړې دي او نور هم باید د دغو ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.
د ا.ا ویاند پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې د ا.ا زعیم تېره ورځ د کندهار هلمند، زابل، نیمروز، فراه، پکتیکا او پکتیا ولايتونو د علماوو شورا له ریسانو، مرستیالانو او اداري مسوولینو سره مشورتي غونډه ترسره کړه. د هغه د معلوماتو له مخې د ا.ا مشر په دغه لیدنه کې علماوو ته ویلي، چې د شوراګانو له لوري د ولس ډېرې ستونزې حل شوي او دغه شوراګانې لا بايد په دوامدار توګه د ولس د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې خپلو مسئولیتونو ته لا ډېره پاملرنه وکړي
















