
موږ په (۲۱۲۳) م کال کې!
حسان مجاهد
رسول اللهﷺ فرمايي: زما دامت عمرونه به له شپيتو څخه تر اويا کلونو پوري وي او ډير کم به داسي خلګ وي چي عمرونه يې له اويا کلونو څخه واوړي. [ترمذي او ابن ماجه]
دحديث په تشريح کې علماؤ ليکلي: که د ځينو خلګو عمرونه تر اويا کلونو واوړي؛ نو هغه عمر په نيستي حساب ده؛ ځکه په هغه وخت کې سړی دبل محتاجه وي او دخلګو په نظر ډيرخوار وي.
محمد بن ابي عميرة رضی الله عنه وايي: که څوک له پيدايښت سره سم بیا تر وفاته پورې الله تعالی ته سر په سجده شي؛ نو یقیناً دی به له مرګه وروسته دغه اوږد مهاله عبادت ډير لږ وبولي او دا ارمان به لري چي کاشکي بيا دنیا ته ستون شوی وای، چي ثواب يې نور هم زيات شوی وای. [رواه احمد،مشکواة ص۴۵۲]
نن ورځ مسلمانان په ځانګړي توګه ځوان قشر خپل قیمتي وخت په بې ګټې کارونو کې صرفوي او دماشومانو په څېر په لهو لعب بوخت وي، دوی دا خبره له ذهنه ايستلې ده چې زموږ په څېر ځوانانو په تاريخ کې څه ډول حيرانوونکې کارنامې تر شا پريښې دي؟! اسامه بن زید رض په اولس کلنۍ کې دیوې ستري جګړې قوماندان و. محمد الفاتح په دوويشت کلنۍ کې قسطنطنیه فتحه کړه. محمد ابن قاسم په اولس کلنۍ کې هند آزاد کړ.
هغه کسان چې عمرونه يې تر سلو کم و خو کار يې په کې دسوونو کلونو کړی ده؛ لامل یې يوازې دوخت قدر و!
عبید بن يعيش(رح) وايي: ما په ديرش کاله کې په خپل لاس ډوډۍ نه ده خوړلې، بلکې خور به مي په خوله کې ګوله راکوله اومابه حديثونه ليکل.
امام فخر الدين رازي(رح) وايي: قسم په خدای! په هغه وخت باندې ډير تأسف کوم، چې زه خوراک په کې کوم ځکه وخت ډير قيمتي ده.
شمس الأيمه امام سرخسي (رح) په څوارلس کلنه زنداني دوره کې دڅاه له تله څخه خپلو شاګردانو ته درس ورکول او هغوي به ليکل، په دې موده کې يې په ديرش ټوکه کې لوی کتاب «المبسوط» ولیکل. موږ آزاد ژوند ضايعه کوو، خو هغوی زنداني ژوند هم له ضیاع څخه ژغورل.
نن ورځ دنوي کال په رارسيدو سره یو بل ته تبریکي ويله کېږي، خو دا فکر بيا نه کوي چې په( ۲۱۲۳) م کال يعني له نن څخه سل کاله وروسته به موږ تر تورو خاورو لاندي يو، زموږ مال او جايداد به دنورو په واک کي وي، په موږ پسې د ژړا کونکو غم به سپک شوی وي، موږ به دحسرت او وحشت په کور کي يوازي پراته يو. آیا موږ یوې داسې کارنامې او خدمت ته اراده کړې چې سل کاله وروسته زموږ لپاره فخر وګرځي او له دې فاني نړۍ څخه په موږ پسې له شا يې ثوابونه را روان وي؟!
پايله داچې نور خپل قیمتي وخت مه بربادوئ، دراتلونکي غم وخورئ او په دا مختصر ژوند کې داسې څه تر شا پریږدئ چې په دنیا کې د ژوندو لپاره د نجات ذريعه شي او په آخرت کې ستاسو تشه په را ډکه شي، د خپل ژوند زياته برخه مو ضايعه کړې ده، دا پاتې لږ برخه باید په داسې شيانو کې ولګوو چې الله تعالی ته پرې نږدې شو او داسلامي امت لپاره د اصلاح او فلاح وسېله وګرځي.



