کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د روسیې د دفاع وزارت رسنيو ته ويلي، چې د اوکرایني پوځیانو په برید کې ۶۳ روسي پوځیان وژل شوي دي.
دا راکټي برید د اوکراين په ختيځ کې د روسیې تر کنټرول لاندې د دونتسک سیمې په ماکیفا ښار کې د روسي پوځيانو پر يوه مرکز شوی دی.
کیېف د دغه برید مسوولیت تر اوسه نه دی منلی، خو ويلي يې دي چې د دې برید مرګ ژوبله تر هغه څه ډیره زیاته ده چې مسکو یې ښيي.
د روسیې دفاع وزارت دا نه دي ویلي چې دا برید څه وخت شوی دی، خو ګمان کیږي چې اوکرایني ځواکونو د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ پر روسي پوځیانو برید کړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت له لوري په دومره لوړه کچه د روسي پوځیانو د وژل کېدو د خبر تایید بیساری دی.

















