د ا.ا زعیم له ۲۱۵ عزم قول اردو څخه لیدنه وکړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت زعیم شیخ هبة الله اخنزاده له ۲۱۵ عزم قول اردو ته د سفر په ترڅ کې د يادې قول اردو د مېشتو قطعاتو او جزوتامونو څخه ليدنه وکړه.

د دغه سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت زعیم د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان ملا شراف الدين تقي او افغان ځواکونو سره په يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې او د مجاهدينو يې د خاورې په ساتنه او امنيت د ټينګښت په برخه کې د هڅو ستاينه وکړه.

د اسلامي امارت زعیم طالب ځواکونو ته د لا بيدارۍ او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع په برخه کې کلک ټينګار وکړ او له ټولو يې وغوښتل چې ولس سره د خدمت کولو په برخه کې هر اړخيزه مرسته وکړي.

همداراز طالب مشر د افغان ځواکونو د ستونزو او وړاندیزونو اورېدو سربېره هغوی ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او ځواکونو ته يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ .

مربوطه مطالب

Back to top button