خلیفه سراج الدین حقاني د اسلامي نړۍ د مخکښو علماوو یو پلاوي سره کتلي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ مرغومي، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزی خلیفه “سراج الدین حقاني” د مصر، سوډان او فلسطین د مخکښو علماو يو پلاوي سره کتلي دي.

په پیل کې یادو علماو د جهادي مبارزې د بريا ستاینه وکړه
او دا یې یوه حیرانوونکې حماسه وبلله، دوی ددې بریا تداوم په وحدت او پرمختګ کې وباله.
یادو علماو په ټينګار سره خپل هر اړخیز ملاتړ د اسلامي نظام څخه څرګند کړ او دا یې خپل اسلامي مسئوليت وګاڼه،
ښاغلي خلیفه سراج الدین حقاني راغلو علماوو ته د هرکلي په ویلو سره د اسلامي نړۍ پر وحدت ټینګار وکړ.
نوموړي په خپلو خبرو کې ددې سترې مبارزې د بریا اساسي لامل وحدت، اطاعت او صداقت وباله.

په پای کې سراج الدین حقاني د یادو علماو له معنوي ملاتړ څخه د مننې تر څنګ له هغوی وغوښتل چې د دردېدلي افغانستان غږ خپلو هیوادونو او نړۍ ته په رښتينې معنی ورسوي.

مربوطه مطالب

Back to top button