دوشنبه, جون 5, 2023
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

په افغانستان کې د برېتانوي شهزاده د وروستیو څرګندونو په اړه تند غبرګونونه

راپورتاژ

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 7, 2023
کټګوریانې: راپور تاژ, مهم
0
21
ځلې شریک شوی
263
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ

عطاء مبارز

دا هم ولولئ

سوډان کې د اوربند تر ماتېدو وروسته یوځل بیا خونړۍ نښتې پیل شوي

د SPIEF نړيوال اقتصادي فورم څه شی دی او د څه لپاره جوړېږي؟

په هند کې د ريل ګاډو د ټکر له امله کابو ۳۰۰ تنه مړه شوي

په خواله رسنيو کې د بريتانيا د شهزاده هري د ظالمانه او وحشيانه څرګندونو په کور د ننه د حکومتي چارواکو ، سياسي احزابو او عام ولس پراخ غبرګونونه او غوسې راپارولې دي. په رسنيو کې د هري خبر وروسته له هغې لاس په لاس کېږي ، چې وړمه ورځ د برېتانيا د شاهي کورنۍ غړي شهزاده هري پر دې اعتراف وکړ،چې په افغانستان کې يې د پوځي دندې پر مهال ۲۵ طالبان وژلي دي.د برېتانوي رسنيو د راپورونو له‌ مخې ده دا خبره د سپير “Spare”په نوم په خپل چاپېدونکي کتاب کې ليکلې ده.۳۸ کلن شهزاده هري په افغانستان کې دوه ځلې پوځي دنده ترسره کړې، يو ځل په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د هوايي حملو د کنټرولر او دوهم ځل په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د اپاچې هيليکوپټر د پيلوټ په توګه پاتې شوی دی.هري په خپل کتاب کې ليکلي چې د شپږو پوځي ماموريتونو پر مهال پر خپل هيلکوپټر د لګېدلې کمرې د تصويرونو په مرسته پوه شو چې ۲۵ طالبان يې وژلي دي. شهزاده هري يادونه کړې چې په دې کار نه وياړي او نه شرمېږي، بلکې دا کار يې په دې روحيه کړی لکه د شطرنج دانې چې له تختې لرې کوي.
د طالبانو د سياسي دفتر يوه مهم غړي او د کورنيو چارو وزارت سلاکار انس حقاني هم د بريتانوي شهزاده هري د محاکمې غوښتنه کړې ده. انس حقاني په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې دغه وژل شوي کسان د شطرنج دانې نه وې، انسانان وو او کورنيو يې د ستنېدو هيله لرله. انس حقاني د بشري حقونو پر نړيوالو بنسټونو نيوکه کړې، چې ګواکې د هرې او نورو په داسې کړنو سترګې پټوي او هيله يې ښودلې، چې هري په نړيواله محکمه کې محاکمه شي. په ټولنيزو رسنيو کې يو شمېر افغانانو د شهزاده هري د دغه اعتراف په اړه توند غبرګونونه ښودلي او د ده د محاکمې غوښتنه يې کړې ده.
دغه راز د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار هم د شاهزاده هري خبر بوږنوونكى بللی او ويلي يې دي نوموړی د بريتانيا له سر تېرو سره يو ځاى افغانستان ته د جنگ لپاره راغلى و؛ پر دې اعتراف كړى چې ۲۵ افغانان يې وژلي!! له دې داسې ښکاري چې د برېتانيا ۱۵ زره سرتېرو به په شلو كلونو كې څومره افغانان وژلي وي؛ د ناټو ۱۶۰ زره سرتېرو به ‏څومره وژلي وي؟!! د هغوی سرتېري د شهزادگانو په شمول راغلي وو چې د افغانانو په وژلو سره خپلې نښې پخې كړي؛ په كوم پټي كې به يې چې بزگر په کار بوخت وليد ؛ نو له لري واټن به يې په نښه كړ؛ او وبه يې وژلو؛ ويډيو به يې ترې جوړه كړه؛ په دې يې هم اكتفاء نه كوله؛ يوه گوته به يې ترې غوڅه كړه او له ځان سره به يې د عملي ثبوت په توگه وساتله. دا ويډيوگانې په غربي رسنيو كې ښودل شوې!! دا دی گورئ چې د دوى شهزاده د افغانانو په وژلو فخر كوي !! په داسې حال كې چې دلته يې جنگ له يوه مظلوم، بې وزلي، فقير ولس سره وو؛ د خپلي آزادۍ لپاره يې؛ په تش لاس؛ د اشغالگرانو خلاف مقاومت كړى. خداى دې پر دوى هغه ورځ راولي چې په لومړي او دوم نړيوالو جگړو كې ورسره مخامخ شول؛ پر لندن هم بمونه ورېدل. همدارنګه د طالبانو د حکومت مرستيال وياند بلال کريمي په يوه اعلاميه کې ويلي، د هري له‌خوا دا اعتراف چې ۲۵ وسله‌وال طالبان يې په افغانستان کې وژلي ((دا څرګندوي چې دغه ډول جنايتونه يوازې تر شهزاده هري پورې منحصر نه‌دي.)) د شهزاده هري دغو څرګندونو ته په برېتانيا د ننه کې ګڼو کسانو عکس العمل ښوولی او ډېرو رسنيو ورباندې بحثونه وکړل.
لنډه داچې په افغانستان کې د هري د ظالمانه تېريو په شان ډېرو افغانانو قربانۍ ورکړې او د دوی کورنۍ يې د غم په ټغر کېنولي دي، د شل کلن اشغال په موده کې د ناټو په مشرۍ د ښکېلو هيوادونو قواوو زموږ بې ګناه کورنۍ ، مدرسې ، ښوونځي، جوماتونه بمبارد کړي او زموږ په بې دفاع ولس يې ړندې ګولۍ توغولې ، چې په ډېرې خواشينۍ سره زموږ هيوادوالو ته ګڼې مرګژوبلې اوښتې او د ماشومانو او ښځو په شمول يې ګڼ شمېر کسان ټپيان او شهيدان کړي، دغسې جنايتونه په اسلامي او کفري نړۍ کې نه توجيه کېږي، نو په کار داده چې نړيواله محکمه ( هاګ ) زموږ د بې ګناه افغانانو د هر څاڅکي وينې پوښتنه وکړي او د اشغالګرو د وخت د لوړ رتبه چارواکو او مسئولينو يې جدي پوښتنه وکړي او د هري په شان د وحشيانه ظلمونو له امله دوی محاکمه کړي.

لوی ټکي: افغانستانجنایتونهشهزادههري
مخکینې مطلب

د ا.ا زعیم له ۲۱۵ عزم قول اردو څخه لیدنه وکړه

بل مطلب

‏د کراچۍ له زندانونو سلګونه تنه افغانان (نارينه، ښځينه، ماشومان) آزاد او خپل هیواد ته ستانه شول

ځانګړي مطالب

خبرونه

سوډان کې د اوربند تر ماتېدو وروسته یوځل بیا خونړۍ نښتې پیل شوي

نشرونکی: احسان تکل
جون 5, 2023
مقالې

د SPIEF نړيوال اقتصادي فورم څه شی دی او د څه لپاره جوړېږي؟

نشرونکی: احسان تکل
جون 5, 2023
خبرونه

په هند کې د ريل ګاډو د ټکر له امله کابو ۳۰۰ تنه مړه شوي

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

افغان حکومت: د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح شوې ده

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
خبرونه

روسيي چارواکي: پر مسکو وروستي بې پیلوټه بریدونه اوکراین کړي

نشرونکی: احسان تکل
جون 1, 2023

وروستي

سوډان کې د اوربند تر ماتېدو وروسته یوځل بیا خونړۍ نښتې پیل شوي

نشرونکی: احسان تکل
جون 5, 2023
0

د SPIEF نړيوال اقتصادي فورم څه شی دی او د څه لپاره جوړېږي؟

نشرونکی: احسان تکل
جون 5, 2023
0

په هند کې د ريل ګاډو د ټکر له امله کابو ۳۰۰ تنه مړه شوي

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
0

افغان حکومت: د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح شوې ده

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
0

روسيي چارواکي: پر مسکو وروستي بې پیلوټه بریدونه اوکراین کړي

نشرونکی: احسان تکل
جون 1, 2023
0

افغان او ترکمنستاني لوري د ترانزېټي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

نشرونکی: احسان تکل
جون 1, 2023
0

متقي: نړۍوال باید پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
مې 31, 2023
0

د اردغان بريا او واکمني به د ترکيې لپاره ګټوره وي

نشرونکی: احسان تکل
مې 30, 2023
0

اردوغان د ترکيې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان شو

نشرونکی: احسان تکل
مې 29, 2023
0

اسلامي امارت ولسمشر اردغان ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله

نشرونکی: احسان تکل
مې 28, 2023
0

ډیر کتل شوي

  • د SPIEF نړيوال اقتصادي فورم څه شی دی او د څه لپاره جوړېږي؟

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • افغان حکومت: د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح شوې ده

    17 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 4
  • د اتل شهید سیف الرحمن منصور ژوند لیک

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • په هند کې د ريل ګاډو د ټکر له امله کابو ۳۰۰ تنه مړه شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سوډان کې د اوربند تر ماتېدو وروسته یوځل بیا خونړۍ نښتې پیل شوي

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سوډان کې د اوربند تر ماتېدو وروسته یوځل بیا خونړۍ نښتې پیل شوي

د SPIEF نړيوال اقتصادي فورم څه شی دی او د څه لپاره جوړېږي؟

په هند کې د ريل ګاډو د ټکر له امله کابو ۳۰۰ تنه مړه شوي

افغان حکومت: د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح شوې ده

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

روسيي چارواکي: پر مسکو وروستي بې پیلوټه بریدونه اوکراین کړي

افغان او ترکمنستاني لوري د ترانزېټي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

متقي: نړۍوال باید پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي

د اردغان بريا او واکمني به د ترکيې لپاره ګټوره وي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com