چهارشنبه, اپریل 29, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

وایي چې: دا امر ثاني دی که امر ثالث؟

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جنوري 9, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
27
ځلې شریک شوی
343
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

امین وردګ

تېره شپه یوه محصل پوښتنه رانه وکړه؛ وایي : (امین صېب! دا [امر ثاني] به نو کله اورو؟ تېر کال خو یې د امر ثاني په تمه راباندې تېر کړ مګر تر غوږ مو نه شو! نو اوس ماته بله پوښتنه دا هم پیدا شوې چې؛ دا اوس امر ثاني دی، که امر ثالث؟ چې وایي [د ښځو عالي تحصیلات به تر امر ثاني بند وي] مطلب د امر ثاني خو یې مخکې لا ویلي وو، ځکه خو زه وایم چې دا به امر ثالث وي، نه امر ثاني!) تېر کال چې کله سپین لښکر غربي اشغال ته د افغانستان پر پاکه ځمکه (نه پر هوا یې) فول سټاپ (.) کېښود، ځواکونه یې کابل او نورو ښارونو ته ننوتل ، نو د ښځینه عصري تعلیم او تعلُم په برخه کې یې لومړنی ګام همدا ؤ، چې تر ((امر ثاني)) به نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته مکتب ته نه ځي؛ پرته له ځینو سیمو څخه! د دغۀ خبر له آورېدو سره ځینې خلک په دې تمه شول؛ چې ګني په لنډ وخت کې به نو دا لانجه حل او دا مغلوقه به خلاصه شي، تر دې چې څو ورځې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت بل مکتوب هم پسې صادر کړ، چې په هغۀ کې بیا د ښځینه محصلانو پر لوړو زده کړو هم تر (امر ثاني) بندیز لګېدلی ؤ؛ دې موضع په بیرون او دننه کې ځینې حساسیتونه را وپارول او هر چا ته یې پر سپین لښکر د نیوکو موقع برابره کړه، تر دې چې یوه احساساتي سړي د رسنیو په مخکې خپل تحصیلي اسناد هم څیرې کړل.

دا هم ولولئ

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

راځم د محصل ورور د پوښتنې ځواب ته!

نو مې ورته وویل: ګوره ملګریه! سپین لښکر ته د څه باندې څلورو لسیزو ړنګې ورپاتې دي، ځکه خو مشران اوس د پاڼ او پړانګ تر منځ شوي.

زه پر دې کلک یقین لرم چې د سپین لښکر په سر کې د کار او فکر خلک شته، هلته با احساسه، با وجدانه او له الله څخه وېرېدونکي سره ټول شوي دي ، د هرې مغلقې او معضلې پر ټولو ابعادو پوره غور کوي او د اصلاح پر لارو چارو یې ژور فکر.

موږ ټول پوهېږو چې ښځه مور ده او ټول انسانیت یې زیږولی ، هغوی چې ښځې ته سپک نظر کوي جاهلان دي نه عالمان؛ ځکه چې عالم هېڅکله (په نوم) بشر ته اهانت نه کوي، وار خو د مسلمانې ښځې شو.

پر دې مسئله ټول علماء ایمان لري او هېڅ اختلاف یې تر منځ نشته- چې د انسانانو لومړنۍ مور (بي بي حوا) ده.

هغه چې زموږ پاچاهان او ګدایان به ګډ او بې توپیره تر قیامته د صفا او مروا غونډیو تر منځ پلي ځغلوي (بي بي هاجره) وه.

چا چې د ټول عالم بهترین زیږولی (بي بي آمنه وه).

چا چې رحمت د عالَم ته پۍ ورکولې او په غېږه کې به یې په نازونو للو کولو (بي بي حلیمه)وه.

په لومړي ځل چې چا د حضرت محمد (صل الله علیه و آله و سلم) تصدیق کړی او ایمان یې پرې راوړی (بي بي خدیجه) وه.

هغه چې د پاکۍ شاهدي یې الله پاک پخپله وویله (بي بي عائشه صدیقه) وه.

هغه چې په لومړي ځل یې په اسلام کې د شهادت لومړنی مقام خپل کړی (بي بي سمیه بنت خیاط) وه.

هغه چې د پیغمبر (ص) په مخکې یې الله پاک د شکایت آوردېلو صریح تصدیق کړی (بي بي خوله بنت ثعلبه) وه.

چا چې د معترضو ښځو هغې پوښتنې ته منطقي ځواب ورکړ چې ویل یې: ((ولې یوه نارینه ته په اسلام کې څلور ښځې روا دي، خو یوې ښځینه ته د دویم مېړه اجازه هم نشته)) (بي بي حنیفه) وه.

چا چې د فرعون غوندې متکبر انسان پر وړاندې د حق کلیمه په جرئت سره وویله (بي بي آسیه) وه.

چا چې د یهودي دسائسو پر وړاندې لومړنی قدم اخیستی (مریم بنت عمران) وه.

د چا چې په یوه تشه دعا د هغې د سر د وېښتانو په اندازه محمدي امت وبښل شو (بي بي فاطمه) وه.

چا چې د میوند په میدان کې ماته خوړلی افغان فوځ د انګلیس پر وړاندې بېرته د جګړې ډګر ته ورټول کړ او بریالی هم شو (ملاله میوندۍ) وه.

چا چې د خپل عزت د ساتنې په پار د کابلچورو له لاسه – په کابل ښار کې د مکرویانو د یوه بلاک له لوړ پوړ څخه، له کړکۍ نه لاندې ځان را غورځولی (بي بي ناهید افغانه) وه.

چا چې یوسل څلرویشت زره پیغمبران او تر سل زرو زیات صحابه کرام روزلي؛ ټولې یې ښځې دي.

هغه چې موږ ته د ژوندانه اساسي حرکات راښیي (مور) ده.

هغوی چې زموږ احساسات او اخلاق روزي ښځې دي.

هغه چې موږ ته په لومړي ځل د الله پاک زړه راښکونکی مبارک نوم او انساني اخلاق را ښيي (مور) ده.(رحمة الله علیهن اجمعین)

مطلب ښځینه او نارینه دواړه د انسانیت په خورولو او انساني قشر ته د ودې ورکولو په هکله سره برابر دي، همدا راز په عقیدوي بُعد کې هم توپیر نه سره لري او نه هم په فرائضو او نوافلو کې د دوی تر منځ فرق شته؛ بلکې په ځینو مواردو کې دوی (ښځینه) د نارینه وو په پرتله امتیاز هم لري.

که په ښځو کې پیغمبره نشته، مګر د ټولو پیغمبرانو مورانې او د ژوندانه خوږې ملګرې یې ښځې وې.

دوی ریښتینې اتلانې ځکه دي؛ چې اتلان همدوی روزلي.

ښه نو… اوس تاسو فکر وکړئ! د ښځو کارنامې موږ ته علماءکرامو راښوولې او علماء تر بل هر چا ښځو ته زیات احترام لري، نو څرنګه ممکنه ده چې ښځه دې قفس ته واچوي، کرامت یې دې سلب او مسلم حقوق یې دې ترې واخلي!

په پښتني قبائلو کې یوه مقوله ډېره مشهوره ده چې وایي: (ملایان او منصبداران د ښځو مزدوران وي) یانې دغه قول د همدې خبرې تصدیق کوي، چې علماء له ښځو سره تل ښه او نېک تعامل لري.

علماء کرام تر بل هر چا دغه آية ای کریمه زیاته یادوي چې الله پاک فرمایي: ((نه دي سره برابر هغه خلک؛ چې علم لري او هغه چې علم نه لري)) نو څرنګه ممکنه ده چې علماء به د ښځینه تعلیم او تعلُم مخه نیسي.

بلې! د ښځینه زده کړو لپاره تعلیمي نصاب او یو روښان میکانیزم اړین دی، خو دا دواړه باید په اسلامي مېتود کې جوړ شي، نه له کفري تفکراتو څخه د تقلید پر اساس.

اوس ټول پر دې پوه دي؛ چې د حکومت په چوکاټ کې ښځو کارمندانو ته کلکه اړتیا شته او داسې موارد زیات راځي، چې هلته خویندو ته اشد ضرورت وي.

نو زموږ مشران ناپوه نه دي چې ښځینه تعلیمات یومخ بند کړي.

دا څرنګه ممکنه ده چې د ځینو مشرانو به خپلې لوڼې زده کړې کوي، خو د نورو نازولو لورګانو ته به اجازه نه ورکوي چې ثانوي تعلیماتو او لوړو تحصیلاتو ته ادامه ورکړي.

دا چې ته اوسنی امر (امر ثالث) بولې اشتباه کوې! ځکه چې د تېر کال امر ثاني د ثانوي زده کړو په هکله ؤ او اوسنی بیا د لوړو زده کړو په هکله دی.

خو زه پوره باور لرم! چې ښځو ته به خامخا د ثانوي تعلیماتو او لوړو تحصیلاتو اجازه ورکول کیږي، خو په اسلامي چوکاټ کې دننه.

دا امکان لري چې پوهنځۍ ورته مشخصې شي او د پوهنځیو په انتخاب کې به د نارینه وو په توګه مختارې نه وي؛ ځکه چې په بې ضرورته ځایو کې د دوی معنوي موقف ته صدمه رسیږي او عفت یې تهدیدیږي ، نو له همدې امله به دوی په محدودو (او د دوی له شأن سره مناسبو) پوهنځیو کې خپلې زده کړې سرته رسوي ان شاءالله.

دا چې دنیاوي شیاطین یې په هر څه کې له نارینه وو سره اوږه پر اوږه دروي؛ دا له دغه لطیف قشر سره جوت ظلم او پر عفت او حیثیت یې نېغ ګذار دی.

طبیعتاً الله پاک دوی متفاوتې او ډېرې لطیفي پیدا کړې دي.

د دوی جسمي قوتونه له نارینه وو سره دنیا توپیر لري! نو ولې دوی هغه کار ته اړباسو چې ورته پیدا شوې نه دي!!!

اسلام ولې د ښځو ټولې بهرنۍ اړتیاوې (لکه د ژوندانه اسباب او ضروریات) د نارینه وو پر غاړو ور اچولي؟

هیله کوم د هر چا احترام په خپل ځای کې وکړئ! لطفاً د خویندو احترام وساتئ، طبیعت یې مطالعه کړئ او بیا هغه کارونه ورته وسپارئ چې پرې بوج نه شي! پر دغې نکته تر ټولو الله پاک او د هغۀ رسول ښه پوهیږي! مطلب کوم حقوق چې ښځو ته اسلام ورکړي، بل هېڅ دین او جریان یې نه شي ورکولی.

صبر وکړئ! ان شاءالله هر څه به سم شي!!!

زموږ مشران عالمان دي، هغوی پر ښځو ظلم نه کوي، فقط لږ وخت ورکړئ! پر هغوی نن سبا کارونه ځکه بوج دي چې ډېر او پېچلي دي.

خو تر ټولو مهمه دا ده؛ چې د ښځو موضع فقط نړیوالو شیاطینو پېچلې کړې، ځکه خو باید موږ او تاسو حوصله، صبر او لږ څه عاقلانه فکر وکړو.

ډاډ درکوم چې نه به د خویندو ثانوي تعلیمات بند شي او نه یې عالي تحصیلات ؛ فقط حوصله وکړئ.

مخکینې مطلب

د روسیې په هوایي برید کې ۶۰۰ اوکرایني پوځیان وژل شوي

بل مطلب

پر اروپا د اوکراين د جګړې اغېز!

ځانګړي مطالب

خبرونه

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026

وروستي

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي او کابلوف د افغانستان او روسیې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سوډان؛ د الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com