امریکا پر ایران د «اقتصادي ډي‌ډې» په نوم نوي پراخ اقتصادي بندیزونه ولګول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۵ل)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د خزانې وزیر سکاټ بېسېنټ د ایران پر وړاندې د «اقتصادي ډي‌ډې» په نوم د پراخو اقتصادي فشارونو نوی پړاو اعلان کړی دی.

د امریکا د خزانې وزارت نږدې ۶۰ ایراني اړوند کسان، شرکتونه او بېړۍ تحریم کړي او هغو هېوادونو او شرکتونو ته یې خبرداری ورکړی چې له تهران سره مالي او سوداګریزې اړیکې لري.

بیسېنټ ویلي، د دې عملیاتو هدف د ایران د اقتصاد مهمې مالي او سوداګریزې لارې تړل دي.

د امریکا د خزانې وزارت په وینا، د نفتو عواید، مالي شبکې، ډیجیټل شتمنۍ، ټکنالوژي، سرو زرو، هوايي چلند او سمندري ترانسپورټ هغه برخې دي چې د نوي فشار اصلي هدفونه به وي.

 واشنګټن خبرداری ورکړی چې له ایران سره د سوداګرۍ دوام کوونکي بهرني بنسټونه هم د امریکا له ثانوي بندیزونو سره مخ کېدای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button