ا.ا. د ښځو د تعلیم په اړه د اسلامي همکاریو سازمان اندېښنې د درک وړ دي، خو یاده ستونزه موقتي ده ژر به حل شي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳، مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان حکومت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه له اعلامیې څخه هرکلی کړی دی.
اعلامیه کې راغلي: واقعا هم نړیوال باید له افغانانو سره خپلو همکاریوته دوام ورکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي.
د ښځو د تعلیم په رابطه د دغه سازمان اندیښنې د درک وړ دی، ده ؛خو اسلامي امارت په یاده برخه کې موقتي ګام اخیستی چې د زمینې په مساعدیدو سره به دغه اندیښنه هم رفع شي.
اسلامي امارت له ټولو نړیوالو سازمانونو خصوصا د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غواړي چې له اسلامي امارت سره له نیږدې تفاهم ولري او له افغان ولس سره خپلو همکاریوته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي همکاریو سازمان د چهارشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې د افغان مېرمنو او نجونو پر زده کړو د د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت له خوا د لګول شویو بندیزونو په اړه غونډه کړې او په یوه اعلامیه کې یې د ښځو د زده کړو او کار ځنډول د اسلامي ارزښتونو نقض ګڼلی دی.
د ویلو ده چې یاد سازمان ویلي چې د افغان مېرمنو د زده کړو او کار په اړه د خبرو اترو لپاره به د علماوو دویم پلاوی افغانستان ته واستوي.



