د نجونو د زده کړو بندېدو اړوند د ولسمشر اردوغان څرګندونو ته د افغانانو غبرګون

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ مرغومي، ۱۴۰۱ل)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نجونو د زده کړو بندېدو اړوند څرګندونې کړي ویلي دي چې “په افغانستان کې له حجاب سره سره بیا هم نجونې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زدکړو ته نه پرېښودل کېږي. موږ دا یو نا انساني او غیر اسلامي کارګڼو، زموږ دین کې داسې څه نه شته”.
د ترکیې ولسمشر دغه څرګندونو ته افغانانو غبرګون ښودلی او ګڼ شمېر فسبوک کارنو د نوموړي دې خبر ته ليکلي، له هغه افغان مهاجرو سره دې د اردوغان د حکومت عسکر انساني چلند وکړي، چې د ترکيې په سرحد په وحشيانه ډول شکنجه کېږي او په وحشت سره وژل کېږي.
د شاه رسول «حقمل» په نوم د فسبوک کارن ياد خبر ته په غبرګون کې ليکي: اردوغانه! دا افغانان چې ستا په سرحد کې شکنجه کیږي، په وحشت شهیدانیږي. ایا دغه عمل اسلامي دی؟؟؟ ایا کوم حقوقي ترجیع لري؟
نا هیڅکله نه، ته خپل ځان اصلاح کړه او ځان او ولس دې په اسلامي چوکاټ برابر کړه.
موږ خپله ښه پوهیږو نور څوک حق نه لري او نه ورته دا حق ورکوو چې زموږ په چارو کې لاسوهنه وکړي.
دغه راز خبريال او ليکوال حفيظ الله «جلال» بيا د يادو څرګندونو په غبرګون ورته ليکلي، اردوغان دې لومړی خپل هېواد کې زرګونه رنډۍخانې بندې کړي، چې د همده حکومت ترې رسماً ټکسونه اخلي.
جلال زياتوي، البته د ا.ا.ا پرون هم ويلي چې د ښځو د تعليم مسئله يوه مؤقتي پريکړه ده چې ژر به حل و فصل شي، نو د اردوغان په څېر پلاستيکي اتلان دې حقيقي اتلانو او ريښتينو علماؤ ته د حجاب او اسلامي دين احکام نه ورښيي.
همدارنګه د واحد جان «حیدرزی» په نوم يو افغان ليکلي، چې تاسې د یو مسلمان په صفت په ترکیه کې د شته غریبو افغانانو سره دومره ظلم ولې کوۍ آن ویډیوګانې یې ښه ثبوت دی (تاسې انساني کرامات کله پیژنۍ
د انسانیت درس خپل ملت ته ورکړۍ!)
الحاج ډاکتر عبدالحکیم «حکيمي» بيا اردوغان ته ليکلي، ته د امریکا له ډاره دومره جرات نشې کولای چې له اشغالګرو څخه په بې مثاله سرښندنو او قربانیو ازاد شوی هېواد په رسمیاتو وپېژنې، نورو ته لارښوونې له داسږ ډارنو او لاسپوڅو مشرانو سره نه ښایي.
درمان خوشحال بيا ليکي: اردوغان ته دې وویل شي چې لږ شرم لرې او اسلام درته د ذرې هومره اهمیت لري، نو د خپل فوځ ظلمونه او ستا د تش په نوم اسلامي هیواد د عوامو جهالت او ناپوهي د اسلام په اړه همدارنګه ستا د سیکولر هیواد د نجونو او ښځو بې حجابي، لغړتوب او فحاشي وګوره بیا د اسلام او مسلمانانو په اړه غږېږه.
حبيب عمر «عمري» بيا وايي، د افغان انجونو تعلیم نه د اردوغان په خوله پریښودل کیږي نه د نورو نړیوالو په خوله.
د انجونو تعلیم ته خپله موږ ضرورت لرو د انجونو تعلیم اړین دی په یو مناسب وخت او ښه چاپریال کې به ټول ښوونځي پرانیستل شي ان شاءالله.
تر اوسه د ا.ا.ا د اردوغان د يادو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو پرون د ا.ا.ا وياند ذ. مجاهد د اسلامي همکاریو د سازمان غونډې د اعلاميې خپرولو وروسته وويل، چې د ا.ا.ا د ښځو د تعلیم په رابطه د دغه سازمان اندیښنې ددرک وړ دي، خو په وينا يې ا.ا.ا په یاده برخه کې موقتي ګام اخیستی چې د زمینې په مساعدیدو سره به دغه اندیښنه رفع شي.
د يادونې ده، چې د اردوغان په مشرۍ د ترکيې حکومت په ۲۰۰۱ کال کې امريکا سره د افغانستان په اشغالولو کې نظامي مرسته لرله او هېواد ته يې د ا.ا.ا پرضد او د افغانستان د اشغال لپاره زرګونه پوځيان او نظامي وسايط رالېږلي و.

مربوطه مطالب

Back to top button