د افغانستان بانک نن ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان بانک وايي، چې د ۱۴۴۴ کال د جمادی الثانی د میاشتې په ۲۳ نېټه (۱۴۰۱/۱۰/۲۶) د دو شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (۱۴) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول پلوري.
د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.
د بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
بانک وايي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې به د افغانستان بانک ته سپاري.



