حکمتیار: اوسنی نظام د اسلامپالو وروستی مورچل دی باید د استحکام لپاره یې هڅې وشي

کابل ټکی کام (دوشنبه، مرغومي،۱۴۰۱ل)

د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر اینجینر” ګلبدین حکمتیار” په خپلو تازه څرګندونو کې یوځل بیا ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت په رهبرۍ اوسنی نظام د اسلامپالو وروستی مورچل دی چې باید د استحکام لپاره یې ټول په ګډه هڅې وکړي.

نوموړي ته په یوې منسوبې ټوېټر پاڼې چې تل ترې د ښاغلي حکمتیار څرګندونې خپریږي لیکل شوي: ‏یو ځل بیا وایو:
دا نظام د اسلامپالو وروستی مورچل دئ. باید ټول په ګډه د نظام د استحکام او د هیواد د پرمختګ لپاره جدي هڅي وکړي، تر څو د سيکولریزم هغه ادعا ناسمه ثابته شي چې (مذهبي حکومتونه پرمختګ نشي کولی!).
د نورې اسلامي نړۍ لپاره به يا د ابادۍ مثال جوړېږو يا د ناکامۍ مثال…!

د ویلو ده چې د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدین حکمتیار یو له هغو افغان سیاستوالو ګڼل کېږي چې د طالبانو په مشرۍ د نوي افغان حکومت په راتګ په هيواد کې پاتې شول اګر که نوموړی د اوس لپاره کوم سیاسي فعالیت نه کوي خو تل یې د اسلامي امارت په رهبرۍ د نوي افغان حکومت ملاتړ کړی دی.

https://twitter.com/hekmatyar_hia/status/1614659602561245185?s=19

مربوطه مطالب

Back to top button