پنجشنبه, فبروري 2, 2023
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

زده کړو ته جدي پاملرنه ولې مهمه ده ؟!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 22, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
7
ځلې شریک شوی
89
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

م. جمیل باور

د څلويښتو کلونو اوږده موده کې د بې دريغه قربانيو په بدل کې د پرديو له تسلط او ځواک څخه د خپل هيواد ازادي او خپلواکي او دغه راز د خپلواک اسلامي نظام جوړښت يوازې د څو محدودو کلونو او يا يوازې د اوسنيو خلکو لپاره نه دی، هغوی خپلې وينې د تلپاتي او خپلواک اسلامي نظام لپاره نذرانه کړي دي، هغوی په دې هيله مرګ ته غاړې ورکړي، چې زموږ نسلونه بايد پيړۍ-پيړۍ خپلواک او د اسلامي نظام ترچتر لاندې ژوند وکړي.

دا هم ولولئ

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

افغان حکومت د پېښور په یو جومات کې پرونی برید په کلکو ټکو وغانده

اوس چې الحمدلله افغانستان خپلواک اسلامي نظام لري او د شهيدانو وينو رنګ راوړی، موږ ټول ديني او اخلاقي مسئوليت او دنده لرو، چې په ټول توان د دې نظام او هيواد د پايښت او بقا لپاره کار وکړو. هغوی چې پانګې او دولت لري، بايد په ټول توان هيواد کې پانګونه وکړي، د قلم او وينا خاوندان بايد د عامه پوهاوي له لارې د نظام او ملت ترمنځ د يووالي او اتحاد لپاره کار وکړي.

مسلکي او تخنيکي کادرونه بايد ددې پر ځای چې پرديو هيوادونو کې د يو لړ شخصي امتيازاتو په بدل کې د ذلت او سپکاوي کار وکړي، په خپل هيواد کې خدمت او هيواد جوړونې ته مټې رابډوهي، دولت هم بايد په دې برخه کې خپل مکلفيتونه او مسئوليتونه سرته ورسوي.

دا ټولې لارې چارې که څه هم مهمې دي، خو د يو څه وخت لپاره د نظام د ساتنې او باقي پاتې کېدو کار ورکولی شي، څو کاله وروسته ‎ چې کله د نظام اوسني مشران، کارمندان او عمله زموږ په منځ کې شتون ونه لري‎، طبيعي ده، چې د نظام واګي به ځوانان او راتلونکي نسلونه په لاس کې اخلي.

د نظام د بقا او پايښت لپاره د لنډمهالو لارو چارو سربيره بايد موږ پر اوږد مهالو لارو چارو او پاليسيو هم کار وکړو، په دې برخه کې د نويو نسلونو سالم تعليم او روزنه له ټولو مهمه ده. که موږ غواړو چې له ډېر وخت تېرېدو وروسته دې هم  په افغانستان کې اسلامي او خپلواک نظام حاکم وي، بايد له اوسه د نويو نسلونو د سالمې روزنې او زده کړو لپاره شپه او ورځ کار وکړو.

که غواړو چې شل/پنځه ويشت کاله وروسته دې د نظام واګي د داسې خلکو لاس ته ولويږي، چې فکر، عقيده او ليدلوری يې له اسلامي اساساتو سره سم رغول شوي وي، په عصري علومو کې هم ښه مهارت ولري او وکړای شي د اسلامي حکومت نماينده ګي وکړي، بايد سر له ننه د همدغسې بشري ځواک په تيارولو کار وکړو.

که خدای مه کړه، يو څه وخت وروسته د نظام د چارو واګې يو ځل بيا په فکري لحاظ د لوېديځ او ديموکراسۍ غلامانو ته په لاس ورځي، ډېر مسئوليت به يې د نسلونو په سالمه روزنه او هغوی ته د زده کړو د سالم چاپيريال د نه برابروونکو پر غاړه وي. موږ بايد د اسلامي نظام د پايښت لپاره له نن ورځې پانګونه وکړو.

لنډه دا چې نويو ځوانانو او نسلونو ته د زده کړو سالم چاپيريال رامنځته کول نه يوازې د هغوی حق او د ټول ملت غوښتنه ده، بلکې د اسلامي نظام د بقا او پايښت لپاره له ټولو غوره او مهمه لاره ده. په دغو زده کړو کې يوازې پر ديني لوري تمرکز زموږ ستونزې نشي حل کولی، بلکې اړتيا ده، چېپر ديني زده کړو سربېره عصري زده کړو ته هم ډېره پاملرنه وشي.

لوی ټکي: اړتیاجمیل باورزده کړېنسل
مخکینې مطلب

افغان حکومت: د هېواد بيارغونه او د اقتصادي زيربناوو احياء د ځان مسئوليت ګڼو

بل مطلب

ایران: اروپا له خپلو تېروتنو زده کړه نه ده کړې

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2023
مقالې

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
خبرونه

افغان حکومت د پېښور په یو جومات کې پرونی برید په کلکو ټکو وغانده

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 31, 2023
خبرونه

اسلام اباد؛ افغان سفارت پېښور کې پر جومات بريد په کلکو ټکو غندلی

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 30, 2023
خبرونه

پاکستان او روسیې افغانستان کې د تلپاتې امنیت پر اړټیا ټینګار وکړ

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 30, 2023

وروستي

پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 2, 2023
0

حیرتان بندر کې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 2, 2023
0

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2023
0

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

انسان د خولې شاته دی!

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

امریکایي جنرال: ممکن په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین ترمنځ جګړه وشي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

برېښنايي پېژندپاڼو کې د ولسوالۍ نوم او د اعتبار د ختمېدو نېټه زيات شول

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

ډیر کتل شوي

  • روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

حیرتان بندر کې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

انسان د خولې شاته دی!

شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

امریکایي جنرال: ممکن په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین ترمنځ جګړه وشي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com