کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې په پاکستان کې د شهباز شریف په مشرۍ د MDM د ائتلافي حکومت او د یاد هیواد د پخواني لومړي “وزیر عمران خان” د ستر سیاسي ګوند تحریک انصاف ترمنځ سیاسي کړکیچ مخ پر زیاتېدو دی له دغه هیواد څخه وروستي راپورونه وایي، چې د عمران خان د نیولو امر شوی او ورسره همهاله د اطلاعاتو د پخواني وزیر او د عمران خان د ویاند “فواد چودري” په ګډون د دغه ګوند لسګونه مشران او سلګونه ملاتړي نیول شوي دي.
د HUM NEWS په نوم د یوې خصوصي پاکستانۍ تلویزیوني شبکې د خبر له مخې فواد چودري تیره شپه ناوخته د لاهور له زمان پارک څخه نیول شوی د یاد تلویزیون په خبره فواد چودري د تحریک انصاف ګوند زرګونو ملاتړو ته د وینا پر مهال حکومت ته ګواښ کړی و که عمران خان ونیول شي نو په خبره یې ملاتړي به یې بغاوت وکړي او پاکستان ته به اور واچوي.
د نوموړي خبرې چې د HUM NEWS په ګډون په ګڼو خصوصي پاکستاني تلویزیوني شبکو په انلاین بڼه خپریدلې حکومت ګواښوونکي ګڼلي او
په لاهور کې یې پر خلاف مقدمه ثبت شوې چې له امله یې نوموړی له زمان پارک څخه د وتلو پر مهال امنیتي ځواکونو نیولی دی.
په ورته مهال د عمران خان په ګډون د تحریک انصاف ګوند مهمو مشرانو د فواد چودري نیول غندلي، پر جمهوریت ګذار بللی او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې ټول پاکستان کې دی لاریونونه پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې عمران خان خپله هم د نیولو له ګواښ سره مخ دی او زرګونه ملاتړي یې کور ته ور ټول شوي ترڅو له نوموړي دفاع وکړي او پولیس پرینږدي چې عمران خان ته ورسیږي.
د یادونې وړ ده چې عمران خان په پاکستان کې لکونه ملاتړي لري او ګوند یې اوسمهال د دغه هیواد تر ټولو ستر ګوند بلل کېږي او که ټاکنې کېږي ډېر امکان لري چې د بیا لپاره به یې هم تحریک انصاف ګوند وګټي.
















