کابل ټکی کام (جمعه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، د ملګروملتو امنیت شورا په پام کې لري چې نن (جمعه) د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړي.
ياده غونډه افغانستان ته د ملګروملتو د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد له سفره وروسته دایریږي.
په ملګروملتو کې د متحده عربي اماراتو د استازي ویاند شهاد مطر پر خپله ټویټرپاڼه ليکلي، چې دا غونډه د متحده عربي اماراتو، جاپان او فرانسې په غوښتنه جوړېږي او امينه محمد به د خپل وروستي سفر په باب شورا ته معلومات ورکړي.
د مطر په وینا په دې غونډه کې به امينه محمد له طالبانو سره پر خبرو کې، هغو پیغامونو چې هغوی ته یې رسولي او د وضعیت په اړه پر خپلې ارزونې نظر څرګند کړي.
مطر زياتوي، د دې سفر حساس ماهیت او په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو د بندو دروازو شا ته غونډه د امنیت شورا لپاره لا اغېزمنه او تر ټولو مناسبه ده څو د سرمنشي د مرستیالې نظرونه واوري.