يو افغان ځوان د خپلو دوو ورونو په همکارۍ ريموټ کنټرول نښه ويشتونکی ټانک جوړ کړی

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۱۹سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د احمد جواد فيضي په نوم يو افغان ځوان د خپلو دوو ورونو په همکارۍ ريموټ کنټرول نښه ويشتونکی ټانک جوړ کړی.
نوموړی د کابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ د کوز قلعه حسن خان اوسېدونکی دی وايي، د دې ټانک په جوړولو کې يې ورسره دوه ورونو انجينر مصطفی او انجينر منصور همکاري کړې ده.
د جواد فيضي په وينا، دغه ټانګ ۲۶ کيلو ګرامه وزن لري، ۵۵ سانتي اوږدوالی لري، ۳۲ سانتي بر لري او يو توپ لري چې ۶۰ درجې ښکته پورته کېږي.
ياد ټانګ د ريموټ په ذريعه حرکت کوي، د ريموټ په ذريعه ښي او چپ طرف ګرځي، او دغه راز د ريموټ په ذريعه ډزې هم کوي چې تر اويا متره پورې هدف ويشتلای او له منځه وړلای شي.
نوموړي انجينر ويلي، که حکومت ورته وسايل برابر کړي تردې لوی او پرمختللی جنګي ټانکونه هم جوړولای شي.



