ګوتریش: په لوړه کچه د اټومي جګړې خطر شتون لري

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۱۹سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، د اټومي جګړې خطر تر بل هر وخت لوړ دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۸ مه په ټویټ کې وویل چې د دې احتمال ډېر دی چې يا تصادفی او يا پلان شوی وي.

ګوټریس لیکلي: “اټومي جګړه ممکن په تصادفي یا پلان سره پیل شي. موږ د خطر په لوړه کچه کې یو. “د اټومي وسلو تش په نامه تاکتیکي کارول بې معنی دي.”

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا هم ویلي، چې په اټومي وسلو سمبال هېوادونه باید په هر وخت او ځای کې له دغو وسلو له کارولو ډډه وکړي.

ګوټریس ونه ویل چې کوم قدرتونه د اټومي جګړې احتمال لري.

دا په داسې حال کې ده چې له اوکراین سره د اروپايي هېوادونو او امریکا د مرستو له زیاتېدو وروسته د لوېدیځ او روسیې ترمنځ کړکېچ لاپسې زیات شوی دی.

روسیې تر دې مخکې هم څو ځلې خبرداری ورکړی چې که په اوکراین کې جګړه له لاسه ورکړي، له اټومي وسلو به کار واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button