راشئ له قوشتیپې له کانال مو خبر کړم!

قاري ساجد تکل

دا څنګه کانال دی؟ چیرته دی؟ څوک یې جوړوې ؟اوږدوالی یې څومره دی، پلنوالی او نورې ډېري پوښتنې به مو نن در ځواب کړم او کوشش وکړئ تر خپلو ملګرو یې ورسوئ.

دا قوشتیپه کانال دید، ا کانال د افغانستان په درو ولایتو بلخ، جوزجان او فاریاب کي تیریږي.

دا کانال 286 کیلومیتره اوږدوالی،100 میتره پلنوالی،او شاوخوا 8.5 میتره ژوروالی لري.

دا وخت یاد کانال کې 3200 ماشینرې مصروفه ده.

او تقریباً 5500 کارېګر مخامخ پکي لګیا دي او زرګونو نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمېنه برابره شوې ده.

دا کانال به د افغانستان په زراعت کي داسي تاریخي او نه هېرېدونکی انقلاب راولي چې نړۍ او ټول هېواد وال به ګوته په غاښ وي.

دلته شپه او ورځ مسلسل کار روان دی.

یو ټیم د سهار له 7 بجو بیا د ماځیګر تر 4 بجو او بیا بل ټیم تر سهاره اخته وي.

یاد کانال د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کي ‏د آمو له سېند څخه رابیلیږي،بیا د حیرتان له اوږدو دښتو څخه تیریږي، مخته بیا د دولت آباد او د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ څخه په تیریدلو په درېیم ولایت فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کي پای مومې.

ویل کیږي چې ددې کانال د جوړولو پلان د سردار داود وو خو نه هغه جوړ کړاو نه هم په تیرو 43 کلو کي چا دومره همت وکړ چې دې ستر کار ته یې اوږه ورکړي او عملي کړي وای.

خو خدای لره دي حمد وي،چې دا کرېډټ زموږ اوسني حکومت زموږ شملورو او خصوصاً ملا ورور اخوند خپل کړ،چې په ډېره کمه موده کي یې داسي چټک کار او عملي جامه ور واغوسته چې نړۍ ورته حیرانه ده، او الحمدلله د افغانانو دا ستر ارمان به هم سر ته رسیږي، دا خړې او سپیرې دښتې به زرغونیږي، د بل له محتاجیو به وځي او حتی نړۍ ته به له دې کاناله خوندور صادرات هم ولرو ان شاءالله

او ددي کانال سر ته په رسیدلو سره به شاوخوا دوه نیم لکو افغانانو ته د کار زمېنه برابره شي بل دا چې ددي کانال نقشه افغانۍ،

کارمندان او کارکونکي افغانان،

بودیجه افغانۍ،

او پلان هم د افغانانو دی.

لنډه دا چې په دې پروژه کي هیڅ بهرنی اړخ، بهرنۍ موسسي، بهرنۍ مشوري او بهرني خلګ له یوه اړخه هم شکیل نه دي او نه هم توجو ورته شوي او نه ورته کیږي، دا د افغانانو او خپله پروژه ده او پخپلو مټو او پخپل همت به یې پای ته رسوي.

که مو ویلي وي نو د شئیر بټن ته درز ورکړئ او د افغانستان د ستړي اولس پر خولو د مسکا سبب وګرځئ.

مربوطه مطالب

Back to top button